د عراق اردو ته روسي جنګي الوتکې ورکړل شوې

د عراق اردو د داعش د ډلې پر خلاف په جګړه کې د نوو روسي جنګي الوتکو نه کار اخلي

110985
د عراق اردو ته  روسي جنګي الوتکې ورکړل شوې

د عراق اردو د داعش د ډلې پر خلاف په جګړه کې د نوو روسي جنګي الوتکو نه کار اخلي.
روسیې په عراق د پلورلو جنګي الوتکو لومړنۍ چوپه نوموړي هیواد ته تسلیم کړه.
د عراق د پارلمان د امنیت او دفاعي کمیټې غړي عباس البیتي ویلي دي چې روسیې پرون لس جنګي الوتکې د هیواد امنیتي ځواکونو ته وسپارلې چې پاتې نورې الوتکې به هم په لنډه موده کې د امنیتي ځواکونو په اختیار کې ورکړي.
نوموړي وویل چې دا نوې جنګي الوتکې په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دي چې د هیواد د هوايي ځواکونو طاقت او قوت به څو برابره لوړ کړي.
البیتي وویل چې د نوموړو نوو جنګي الوتکو نه به د داعش د ډلې پر وړاندې به مبارزه کې کار واخیستل شي.
د یادولو وړ ده چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا لخوا په عراق د یرغل نه وروسته نوموړي هیواد د هوايي ځواکونو لویه برخه د لاسه ورکړې وه . عراق په پام کې لري چې خپل هوايي ځواکونه له سره جوړ کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه