په مصر کې په امنیتي ځواکونو د برید له امله دوو تنو ژوند د لاسه و
د مصر د الاریش په ښار کې نامعلومو وسله والو کسانو په امنیتي ځواکونو برید وکړ چې له امله يي دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
په مصر کې په امنیتي ځواکونو د برید له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د مصر د الاریش په ښار کې نامعلومو وسله والو کسانو په امنیتي ځواکونو برید وکړ چې له امله يي دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
نامعلومو وسله والو کسانو د سینا د ټاپو شمال لورې ته د الاریش په ښار کې د ګزمې په حال کې په امنیتي ځواکونو ډزې وکړې چې له امله يي ملکي وګرو ژوند د لاسه ورکړ. برید کوونکي د برید نه وروسته د سیمې نه په تیښته بریالي شوي دي .
د پیښې نه وروسته سیمې ته لا زیات امنیتي ځواکونه واستول شول.
د ویلو ده چې په مصر کې په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د عسکري کودتا نه راپدیخوا په سینا ټاپو کې وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه کیږي.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.