په مصر کې د اخوان المسلمین د مشر په ګډون د ۱۸۳ تنو د اعدام سزا ت

په مصر کې محکمې د اخوان المسلمین د رهبري شورا د مشر محمد بدیع په ګډون د ۱۸۳ تنو په اړه وروستۍ پریکړه وکړه .

102586
په مصر کې د اخوان المسلمین د مشر په ګډون د ۱۸۳ تنو د اعدام سزا ت

په مصر کې محکمې د اخوان المسلمین د رهبري شورا د مشر محمد بدیع په ګډون د ۱۸۳ تنو په اړه وروستۍ پریکړه وکړه .
په مصر کې د مینا جزا محکمې شدت او تاوتریخوالي ته د هڅونې او د پولیسو په مرکزونو د بریدونو په تور د ۶۸۳ تنو نه د اخوان المسلمین د سازمان د رهبري شورا د مشر محمد بدیع په ګډون د ۱۸۳ تنو په اړه د اعدام سزا تایید کړه.
ویل کیږي محکمې د دوو ښځو په ګډون ۴ تنه د ټول عمر لپاره حپس محکوم کړل. همداشان د پاتې کسانو د خوشې کولو پریکړه وکړه.
محکمې د اخوان المسلمین د رهبري شورا د مشر محمد بدیع په ګډون د ۶۸۳ تنو په اړه د اعدام سزا اورولې وه چې وروسته يي پریکړه د تایید په موخه د اپریل په ۲۸ ستر مفتي ته استولې وه .
محکمې ویلي وو چې د نوموړو کسانو په اړه به خپله وروستۍ پریکړه د جون په ۲۱ نیټه واوروي.
محکمې د مصر د ستر مفتي د نظر د اخیستو نه وروسته نن خپله وروستۍ پریکړه وکړه.
په مصر کې د محکمې


پيوندونه:

اړوند خبرونه