په مصر کې اعتصاب کوونکي زندانیان ګواښل شوي دي

په مصر کې هغه زندانیانو ته چې نه خوړولو په اعتصاب يي لاس پورې کړی جدي ګواښونه شوي دي .

78814
په مصر کې اعتصاب کوونکي زندانیان ګواښل شوي دي

په مصر کې هغه زندانیانو ته چې نه خوړولو په اعتصاب يي لاس پورې کړی جدي ګواښونه شوي دي .
د مصر په زندانونو کې په هغه زندانیانو چې د نه خوړولو په اعتصاب يي پيل کړی دی برښنا او اوبه قطع شوي او په ګوټو يي د بریدونو ګواښ شوی دی .
د مصر په زندانونو کې د نه خوړولو د اعتصاب د څار عالي کميټې په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې د وادي ناترون په زندان کې زندانیان د جدي ګواښونو سره مخامخ دي . د زندان ادارې په اعتصاب کوونکو زندانیانو برښنا او اوبه قطع شوي او یو زیات شمیر حقونو نه محروم کړی شوي دي .
په راپور کې راغلي دي چې د زندان ادارې زندانیان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ته د تسلیمولو او اطاقونو ته يي د ګازي کپسولونو په ګوزارولو ګواښلي دي .
ویل کیږي د مصر په زندانونو کې شاوخوا ۲۰ زرو تنو زندانیانو د ۴۵ زرو تنو د کودتا د مخالفینو پر وړاندې د بد چلند د غندولو په خاطر د نه خوړولو په اعتصاب پيل کړی دی .
د ویلو ده چې دینه وړاندې ۲۰ زرو تنو د کودتا مخالفینو په زندانونو کې ورسره د بد چلند له امله د نه خوړولو په اعتصاب پيل کړی وو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه