د مصر ولسمشر د محمد مرسي لخوا صادر شوي د بښنې فرمانونه لغوه کړل

77087
د مصر ولسمشر د محمد مرسي لخوا صادر شوي د بښنې فرمانونه لغوه کړل

د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي په دوره کې صادر شوي د بښنې ټول فرمانونه لغوه کړل.
د مصر د ولسمشرۍ د دفتر لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي د محمد مرسي په دوره کې د ۵۲ تنو په اړه چې د حپس او اعدام په سزا محکوم ول صادر شوي د بښنې فرمانونه د ولسمشر عدلي منصور لخوا لغوه شوي دي .
په څرګندونو کې راغلي دي چې د هغه کسانو په اړه چې د اعدام حکم شتون درلود هغه په ټول عمر حپس باندې بدل شوي دي او د نورو کسانو د جزا په اړه څه ندي ویل شوي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د نوموړو ۵۲ تنو په اړه پرته د کوم لامل او کوم پرمختګ نه د بښنې فرمانونه صادر شوي ول او دې مسلې په ټولنه کې جدي بحثونه او بې اعتمادۍ هم پیدا کړې وې . یاد شوي کسان ټول په هیواد کې په وژنو، په ډار اچونې او ډول ډول نورو جرمونو تورن دي.
د یادولو وړ ده چې د مصر په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د کودتا نه وروسته د کودتاچي رژیم لومړي وزیر حازم الببلاوي د مرسي لخوا د ۲۰۱۳ کال د دسمبر ، د ۲۰۱۲ کال د جون او د جولای په میاشت کې د صادر شوو بښنې فرمانونو د څیړولو په موخه یوه کمیټه په دنده وګمارله. یادې شوې کمیټې د څیړونو نه وروسته پریکړه وکړه چې د مرسي د فرمانونو په اساس بښل شوي کسان د هیواد په دننه او بهر کې تهدیدونه جوړ کړي دي .
د ویلو ده چې د مصر لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د اخوان المسلمین د ۹ تنو په ګډون د ۲۷ تنو د بښنې فرمان صادر کړ.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه