په سوريه كې نښتې روانې دي.

د بشار اسد ادارې څرګنده كړه چې د نوموړي هېواد د هوايي ځواكونو عمومي قوماندان تورن جنرال حسين اسحاق په پلازمېنه دمشق كې د مخالفينو سره په جګړه كې وژل شوى دى

69815
په سوريه كې نښتې روانې دي.

په سوريه كې نښتې روانې دي.
د بشار اسد ادارې څرګنده كړه چې د نوموړي هېواد د هوايي ځواكونو عمومي قوماندان تورن جنرال حسين اسحاق په پلازمېنه دمشق كې د مخالفينو سره په جګړه كې وژل شوى دى.
مخالفين وايي چې د حسين اسحاق مړينه به د رژيم د ځواكونو په رواني حالت باندې بده اغېزه وكړي.
د بله پلوه د بشار اسد ځواكونو په دمشق كې د هوايي ځواكونو د عمومي قوماندان د وژنې په غچ كې ۳۵ تنه ووژل.
همدا راز د نوموړي هېواد د حمص د ښار په مربوطاتو باندې هم هوايي بريدونه دوام لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه