په عراق کې چاودنو ۱۱ تنه مړه او ۱۹ تنه ټپیان شول
په عراق کې د چاودنې او وسله وال برید له امله ۱۱ تنه مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شول.
68672
په عراق کې د چاودنې او وسله وال برید له امله ۱۱ تنه مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شول.
د عراق په پلازمینه بغداد کې د سامارا په سیمه کې د وسله وال او بمي برید په پایله کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۹ تنه نور ټپیان شول.
د عراق د پولیسو د معلوماتو له مخې د اردو په پنځو تنو افسرانو د سامارا او فلوجې په لویه لار کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا برید وشو چې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان د پلازمینې په ختیځ کې د صدر په ښار کې د موټر په مټ په ترسره شوې چاودنه کې درې تنه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.
د بله پلوه په بغداد کې د القراده په سیمه کې د موټر په مټ په ترسره شوې بلې چاودنه کې درې تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان شول.