د سوریې مخالفینو د امریکا نه د وسلو مرسته وغوښته

د سوريې مخالفینو د اسد د رژیم پر خلاف په روانه مبارزه کې خپل قوي سنګر د حمص ښار د لاسه ورکولو نه وروسته د امریکا نه د وسلو مرسته وغوښته.

63837
د سوریې مخالفینو د امریکا نه د وسلو مرسته وغوښته

د سوريې مخالفینو د اسد د رژیم پر خلاف په روانه مبارزه کې خپل قوي سنګر د حمص ښار د لاسه ورکولو نه وروسته د امریکا نه د وسلو مرسته وغوښته.
د سوریې د مخالفینو د ملي ایتلاف مشر احمد الجبرا په واشنګټن کې په یو انیستیتیوت کې په وینا کې وویل چې موږ د امریکا نه د عراق او افغانستان په څیر سوریې ته د وسله والو ځواکونو د استولو غوښتنه نه کوو. موږ یواځې د اسد د ځواکونو د هوايي بریدونو د مخنیوي په خاطر د اغیزمنو وسلو غوښتنه کوو.
نوموړي وویل چې په سوریه کې دا څلورم کال دی چې کورنۍ جګړه دوام لري.
د بشار اسد ځواکونه د هوايي بمباریو او بیلري بمونو د بمباریو سره د حلپ په ګډون په هیواد کې د مخالفینو ټولې سیمې د مځکې سره اوارې کړي دي .
هره ورځ په لسګونو تنه بې ګناه انسان د اسد د بیلري بمونو په بریدونو کې ژوند د لاسه ورکوي.
د سوريې د مخالفینو د ملي ایتلاف مشر چې په واشنګټن کې د سولې په انیستیتیوت کې وینا کوله وویل په سوریه کې د یو موقت حکومت د جوړولو چې اسد پکې ځای ونلري د ټاکنو ترسره کیدل کومه معنا نلري. دا ټاکنې د سوریې هیڅ ستونزه نشي حلولی.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د سوریې مخالفینو ملي ایتلاف ته ډیپلوماتیک نماینده ګي ورکړه . همداشان امریکا د سوریې د مخالفینو سره د ۲۷ میلیونو ډالرو مرستو ژمنه هم وکړه خو د سوریې مخالفینو بیا د اسد د هوايي بریدونو د مخنیوي په خاطر د اغیزمندو وسلو غوښتنه کوي.
دا چې امریکا به د سوریې د مخالفینو سره پدې اړه کومه مرسته وکړي او که نه پدې اړه څه ندي ویل شوي .


 


پيوندونه:

اړوند خبرونه