مصر د غزې لپاره د رفح سرحدي دروازه د ۲ ورځو لپاره پرانيزي.

د مصر حكومت اعلان وكړ چې نړۍ ته د غزې يواځنۍ لار د رفح سرحدي دروازه د عمرې د حاجيانو لپاره يواځې د دوو ورځو لپاره پرانيزي. ددې سرحدي دروازې نه د عمرې د حاجيانو پرته بل هېچا ته به اجازه ورنكړل شي.

62459

په مصر كې د ۲۰۱۳ كال د جولاى د مياشتې د دريمې نېټې د نظامي كودتا نه وروسته كودتاچي رژيم د غزې سره د رفح سرحدي دروازه وتړله. ددې نېټې نه وروسته د بيړنيو حالاتو پرته د انسانانو تګ راتګ ته اجازه نه وركول كيږي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه