د نړۍ نامتو فوټبالر د اسلام مبارک دین قبول کړ

د نړۍ نامتو فوټبالر چې د ریل مادرید، مانچستر سټي او ارسینال په څیر په لوبډلو کې لوبه کړې ده د اسلام مبارک دین قبول کړ.

337343
د نړۍ نامتو فوټبالر د اسلام مبارک دین قبول کړ

د نړۍ نامتو فوټبالر ایمانول اديبایور د روژې په مبارکه میاشت کې د اسلام په مبارک دین مشرف شو.
۳۱ کلن نایجریايي فوټبالر په خپل هیواد کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د شهادت کلمي په ویلو سره د اسلام مبارک دین قبول کړ. نامتو فوټبالر چې ددینه وړاندې د نړۍ په ډیرو مهمو لوبډلو لکه منچستر سټي، ریل مادرید، موناکو او ارسینال لوبه کړې ده اوسمهال د توتنهام په لوبډله کې لوبه کوي.
نامتو فوټبالر ویلي دي چې د روژې په نیولو به پیل وکړي.
د یادولو وړ ده چې نامتو فوټبالر ایمانول ادیبایور په ۲۰۰۹ کال کې د افریقا د فوټبال د فدراسیون لخوا د ۲۰۰۸ کال د غوره فوټبالر په توګه ټاکل شوی وو.
نامتو فوټبالر په ۲۰۰۶ کال کې د فوټبال په نړۍوالې اتلولۍ کې د توګو د هیواد په ملي لوبډله کې لوبه کړې وه چې د ۱۱ ګولونو په وهلو سره د ډلې تر ټولو نامتو فوټبالر غوره شوی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه