آستراليا د ۲۰۱۵ كال د كرېكټ د نړيوال جام اتله!
د ۲۰۱۵ كال د كرېكټ د نړيوال جام اتلولي د آستراليا د هېواد په برخه شوه.
286365
ددې هېواد لوبډلې نن د نيوزېلنډ د هېواد سره د پايلوبې په سيالۍ كې مخامخ شوه چې په اوو وېكټو سره يې د ۲۰۱۵ كال د نړيوال جام اتلولي خپله كړه.
د نيوزېلنډ هېواد آستراليا ته ۱۸۳ هدف ټاكل شوى وو چې ددې هېواد لوبډلې وكولاى شو چې د اوو وېكټو سره په ۳۳ اور كې هدف ته ورسيږي. پدې ډول آستراليا خپل برى اعلان كړ.
دا پداسې حال كې ده چې د آستراليا د لوبډلې ۱۰۱ بالونه پاتې هم ول.
د آستراليا د هېواد دا پينځم نړيوال برى دى.
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.