د فوټبال د نړيوال جام د دويم پړاو هيجان دوام لري.

د تېرې شپې د سياليو په لړ كې د هالنډ هېواد د سيالۍ په وروستيو دقيقو كې د مكسيكو هېواد ته د ۱ په مقابل كې په ۲ ګولونو سره ماتې وركړه او پدې ډول يو بل پړاو ته لوړ شو.

111486

د جام په بله سيالۍ كې بيا د كوستاريكا هېواد د يونان سره سيالي وكړي. پدې سيالۍ كې كوستا ريكا خپل رقيب د ۳ په مقابل كې په ۵ ګولونو سره مات كړ.
د نړيوال جام د دويم پړاو سيالۍ به نن هم دوام ومومي. نن شپه د تركيې په وخت د ماښام په اوو بجو به د فرانسې هېواد د نايجيريا سره او د شپې په ۱۱ بجو به د جرمني هېواد د الجزاير سره سيالۍ وكړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه