ایران د پارس ۱ په نامه یوه نوې څیړنیزه او کشفي سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوله
ایران اعلان کړی، چې د دوی نوې څېړنیزه او کشفي سپوږمکۍ "پارس ۱" د روسیې د سویوز راکټ په وسیله توغول شوې او د ۵۰۰ کیلومترو په واټن کې مدار کط ځای په ځای شوې ده.
2108988
ایران اعلان کړی، چې د دوی نوې څېړنیزه او کشفي سپوږمکۍ "پارس ۱" د روسیې د سویوز راکټ په وسیله توغول شوې او د ۵۰۰ کیلومترو په واټن کې مدار کط ځای په ځای شوې ده.
د ایران د دولتي ټلویزیون د معلوماتو له مخې دغه سپوږمکۍ د روسیې سویوز ۲.۱ بي راکټ په مرسته د روسیې له ووستوچني کاسموډروم څخه توغول شوې ده.
د "پارس ۱" په نوم هغه انځور اخیستونکې او څیړنیزه سپوږمکۍ په بریالیتوب سره د ۵۰۰ کیلومتره په واټن کې مدار کې ځای په ځای شوه.
ویل شوي چې ۱۳۴ کیلوګرامه سپوږمکۍ چې د ایران د فضايي څېړنو د انسټیټیوټ له خوا ډیزاین او تولید شوې، د خپلو ملټي سپیکټرل او لنډ ویو انفراریډ کمرو په مرسته په سلو ورځو کې د ایران د ۹۵ سلنه خاورې د انځورولو وړتیا لري.