په باجوړ کې د پولیسو پر موټر د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په سیمه کې د پولیسو پر موټر د چاودنې له امله په لسګونو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
2085775
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په سیمه کې د پولیسو پر موټر د چاودنې له امله په لسګونو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پولیسو یو موټر چې د ماشومانو د ګوزن واکسین د ټیم د امنیت په خاطر روان وو د باجوړ د ماموند په سیمه کې پرې چاودنه وشوه.
په چاودنه کې لږ تر لږه ۵ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
ویل کیږي د ټپیانو نه بعضې په چورلکو کې د پیښور ښار روغتونونو ته انتقال شوي دي.
ویل کیږي ټپیان ډیری پولیس دي.
د برید مسئولیت تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې په غاړه اخیستې دی.