په ایران کې د غبرګو چاودنو له امله د مړو شمیره ۷۳ تنو ته لوړه شوه
د ایران په کرمان ولایت کې د قاسم سلیماني قبر ته څېرمه په دوو چاودنو کې ۷۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ایران په کرمان ولایت کې د قاسم سلیماني قبر ته څېرمه په دوو چاودنو کې ۷۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې، دوه چاودنې هغه هدیرې ته په غځیدلي سړک رامنځته شوې چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نیټه په بغداد کې د امریکا په برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قومندان سلیماني د وژل کیدو د څلورم تلین په مناسبت پکې د یاد مراسم جوړ شوي وو.
د لومړنیو موندنو له مخې دا دوه چاودنې چې د شاوخوا لسو دقیقو په توپیر سره رامنځته شوې ، ۷۳ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ایران دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې دا چاودنې یو ترهګریز برید وو.
ددې د بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې اسرائیلو یوه اونۍ مخکې په سوریه کې د سپاه پاسداران د ځواکونو په یو مرکز د برید سره د سپاه پاسداران یو ډیر غښتلی او مهم قوماندان او سلاکار رضا موسوي وواژه . رضا موسوي د جنرال قاسم سلیماني د ډیرو نږدې ملګرو او همسنګرانو څخه وو. همداشان اسرائیلو تیره شپه د لبنان په پلازمینه بیروت کې د ایران پلوي د حماس د ډلې د مهمو مشرانو په یو دفتر برید وکړ چې په نتیجه کې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري په ګډون ګڼشمیر کسان ووژل.