د ایران د کرمان په ولایت کې د قاسم سلیماني د مقبرې ترڅنګ دوه غبرګې چاودنې شوي
د ایران د کرمان په ولایت کې د قاسم سلیماني د مقبرې ترڅنګ په دوو غبرګو چاودنو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ایران د کرمان په ولایت کې د قاسم سلیماني د مقبرې ترڅنګ په دوو غبرګو چاودنو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ایران د کرمان ولایت مسئولینو ویلي دي چې چاودنې د کرمان ولایت د شهیدانو هدیرې په لاره کې رامنځته شوي دي.
ویل کیږي لومړنۍ چاودنه د جبلیه د ګنبد لاندې رامنځته شوي دي.
همداشان دویمه چاودنه په ځايي وخت په د مازیګر په ۳ بجو او ۱۷ دقیقو د قلي بیګ په درګاه کې رامنځته شوه.
دا چاودنې پداسې حال کې رامنځته شوي دي چې د قاسم سلیماني څلورم تلین لمانځل کیده. په زرګونو تنو د سلیماني د تلین په مراسمو کې ګډون کړی وو.
د کرمان ولایت مسئولینو ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۵۳ تنو مړي روغتونونو ته انتقال شوي دي. همداشان پدې پیښه کې تر ۷۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي د چاودنو نه وروسته ډیری خلک په ګڼه ګوڼه کې د خپو لاندې شوي دي او ټپیان شوي دي.
د کرمان ولایت مسئولینو ددې دوو چاودنو نه د ترهګریزو بریدونو په توګه یادونه کړې ده . ویل کیږي خلک د سیمې نه تخلیه شوي او د پیښې په ځای کې څیړنې پيل شوي دي.