په پيښور کې د یو ښوونځي ترڅیرمه چاودنه شوې

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې یوه ښوونځي ته څېرمه بمي برید کې د درې ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

2072662
په پيښور کې د یو ښوونځي ترڅیرمه چاودنه شوې

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې یوه ښوونځي ته څېرمه بمي برید کې د درې ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ځايي مقاماتو په وینا  د پېښور ښار په مربوطاتو کې د سړک غاړې بم چاودنه شوې ده.

چاودنه د یو ښوونځي تر څېرمه شوې چې په نتیجه کې د ۳ تنو ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.

چارواکو خبر ورکړی، چې د دوو ماشومانو چې عمرونه یې د ۷ او ۱۰ کلونو ترمنځ دي، وضعیت نازک دی او د چاودنې له امله ګڼ شمېر موټر او ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د چارواکیو په وینا په دغه بريد کې څلور کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو، چارواکو وويل چې د عاملينو د نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي.

په پاکستان کې سږ کال ترهګریز بریدونه زیات شوي، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې.

پداسې حال کې چې اسلام اباد ټینګار کوي چې بریدونه په افغانستان کې میشته پاکستاني طالبانو  لخوا پلان شوي خو  افغانستان بیا دا تورونه ردوي.



اړوند خبرونه