پاکستان په رسمي توګه د بریکس د ډلې د غړیتوب غوښتنه وکړه
پاکستان په رسمي ډول د برکس د ډلې چې د (برازيل، روسيې، هند، چين او جنوبي افريقا) د هیوادونو نه جوړه ده د غړيتوب غوښتنه وکړه.
2067885
پاکستان په رسمي ډول د برکس د ډلې چې د (برازيل، روسيې، هند، چين او جنوبي افريقا) د هیوادونو نه جوړه ده د غړيتوب غوښتنه وکړه.
په مسکو کې د پاکستان سفیر محمد خلیل جمالي د روسیې تاس خبري اژانس ته په یوه بیان کې ویلي چې پاکستان غواړي د برکس په څېر د یوې مهمې ډلې برخه شي.
جمالي وویل چې هیواد یې په رسمي توګه د بریکس غړیتوب لپاره غوښتنلیک وړاندې کړی دی او د غړیتوب په پروسه کې د روسیې په ملاتړ باور لري . په دې برخه کې د اسلام اباد د ملاتړ لپاره له نورو غړو هیوادونو سره په تماس کې دي.
سفیر جمالي وویل چې هیواد یې په پام کې لري چې د روسیې د مشرۍ په دوره کې یعنې په ۲۰۲۴ کې د بریکس د ډلې غړی شي.