په ډیرې اسماعیل خان کې د نفتو او ګازو په کمپنۍ برید شوی

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د دیرې اسماعیل خان په سیمه کې د نفتو او ګازو په یو کمپنۍ برید شوی دی.

2061266
په ډیرې اسماعیل خان کې د نفتو او ګازو په کمپنۍ برید شوی

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د دیرې اسماعیل خان په سیمه کې د نفتو او ګازو په یو کمپنۍ برید شوی دی.

د خیبرپښتونخوا ایالت پولیسو ویلي‌ دي‌ چې په ډیرې اسماعیل خان سیمه کې ترهګرو د نفتو او ګازو پر کمپنۍ برید کړی دی چې په نتیجه کې دوه تنه پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د سیمې د پولیسو مشر اصغرعلي‌ شاه خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د ټپیانو نه هم د یو تن روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې ترهګرو د الحاج په نامه د نفتو او ګازو د کمپنۍ د امنیت مسئولو پولیسو باندې برید کړی دی.

د برید نه وروسته سمدلاسه نور ځواکونه سیمې ته ورسیدل . د برید په نتیجه کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۳ تنه نور ټپیان شوي‌ وو.ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي‌ دي. د برید کوونکو د نیولو او قانون منګولو ته د سپارولو په خاطر پلټنې دوام لري.



اړوند خبرونه