پاکستان پدې هیواد کې میشتو ناقانونه بهرنیانو ته ددې هیواد نه د وتو لپاره مهلت وټاکه

پاکستان پدې هیواد کې په غیرې قانوني‌ توګه میشتو ټولو بهرنیانو ته ددې هیواد د خاورې نه د وتو په خاطر د نوامبر تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړ.

2046221
پاکستان پدې هیواد کې میشتو ناقانونه بهرنیانو ته ددې هیواد نه د وتو لپاره مهلت وټاکه

پاکستان پدې هیواد کې په غیرې قانوني‌ توګه میشتو ټولو بهرنیانو ته ددې هیواد د خاورې نه د وتو په خاطر د نوامبر تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړ.

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په هیواد کې د میشتو غیرې قانوني  بهرنیانو په اړه څرګندونې وکړې.

د دې په بیانولو سره چې لنډمهاله حکومت په پاکستان کې په غیرقانوني توګه  میشتو بهرنیانو ته د نوامبر تر لومړۍ نیټې پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه له هیواده ووځي ، د نه وتو په صورت کې به دا کسان ونیول شي‌ او ډیپورت به شي.

بګټي ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې د پاکستان د خلکو امنیت د دوی لومړیتوب دی، د جنورۍ راهیسې په ټول هیواد کې ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي او په برید کونکو کې افغان اتباع هم شامل دي.

بګټي یادونه وکړه چې ۱.۷۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغانان اوسېږي.

دا پرېکړه د موقت حکومت د لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ په یوه غونډه کې وشوه. په دې غونډه کې د ځمکنیو ځواکونو قومندان جنرال عاصم منیر، د پاکستان د پوځ مشر او ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان اپریدي ویلي، هغه بهرنیان چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه مېشت دي، باید په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي او د هېڅ ډول فشار لاندې رانه شي.

افریدي اشاره وکړه چې دوی د اندیښنې وړ خبرونه لیدلي چې غیر راجستر شوي افغانان به وویستل شي او ټینګار یې وکړ چې دوی د دې مسلې په اړه د حکومت د شریکانو څخه د وضاحت غوښتنه کړې.

وياند اپريدي د اسلام اباد په انتظاميه غږ کړى چې داسې ميکانيزم دې عملي کړي چې دا يقيني کړي چې افغانان په نړيوال تحفظ کې ونه شړل شي.



اړوند خبرونه