په باجوړ کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۴۴ تنو ته لوړه شوه

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د باجوړ په سیمه کې د جمعیت علماء اسلام په غونډه کې درنده چاودنه شوې

2017897
په باجوړ کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۴۴ تنو ته لوړه شوه

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د باجوړ په سیمه کې د جمعیت علماء اسلام په غونډه کې درنده چاودنه شوې.

سیمه ایزو مقاماتو په وینا پدې چاودنه کې تر اوسه پورې ۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او نږدې ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د باجوړ ولسوالۍ د بیړنیو پيښو پولیسو مشر سعد خان خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د باجوړ ولسوالۍ د خار په سیمه کې د جمعیت علماء اسلام په غونډه کې چاودنه وشوه چې ستر قتل عام يي رامنځته کړ.

هغه وویل چې پدې چاودنه کې د خار د سیمې لپاره د جمعیت علماء اسلام ګوند  امیر مولانا ضیا الله هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پیښې ټپیان د باجوړ سربیره پیښور ښار او تیمورګرې سیمې ته انتقال  شوي‌ دي.

ویل کیږي چې د جمعیت علماء اسلام پدې غونډه کې ډیرو زیاتو کسانو ګډون کړی وو چې د همدې امله د مرګ ژوبلې د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه شتون لري.

ویل کیږي‌ چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي په ډیرو لرو پرتو سیمو کې اوریدل شوی دی.

امنیتي‌ سرچینو ویلي‌ دي‌ چې دا یو ځانمرګی برید وو چې له مخکې د غونډې ځای ته راغلی وو او ناست وو. ځانمرګي‌ ستیج ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د جمعیت علماء اسلام یو تن چارواکي‌ فاټا خالد خان ډاور خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې چاودنه کې د خار د سیمې د امیر ضیاالله په ګډون ګن شمیر کسان شهیدان شوي‌ دي.

د بله پلوه د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د روغتیا وزیر ریاض انور خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې تر اوسه پورې ۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر سلو ډیر ټپيان دي‌ چې مختلفو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند د پښتونخوا ایالت ویاند عبدالجلیل جان ویلي دي چې ځانمرګي‌ بریدونکي‌ نږدې ۴ بجې د مولانا لایق د وینا پر مهال چاودنه وشوه.

د هغه پر وینا پدې غونډه کې ۵۰۰ څوکیو شتون درلود چې ټولې ډکې وې او له بهر هم یو زیات کسان راغلي‌ وو چې په خپو ولاړ وو.



اړوند خبرونه