ایران په فارس خلیج کې د تیلو یوه ټانکر کښتۍ نیولی دی.

ایران د فارس په خلیج کې د تیلو د ټانکر یوې کښتۍ د برمته کولو نه خبر ورکړی دی

1980522
ایران په فارس خلیج کې د تیلو یوه ټانکر کښتۍ نیولی دی.

ایران په فارس خلیج کې د تیلو یوه ټانکر کښتۍ نیولی دی.

 د ایران د سمندري ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مارشال ټاپو بیرغ لرونکې اډوانتېج سویټ تیل وړونکې کښتۍ د نړیوالو سمندري قوانینو څخه د  سرغړونې په تور نیولې ده .

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه بيړۍ تيره شپه په فارس خليج کې له يوې ايراني بيړۍ سره وجنګيدله چې له امله يې دوه تنه ايراني عمله لادرکه شوي او يوشمير ټپيان شول . ویل شوي، چې بېړۍ له پېښې وروسته د ایران له ځمکنیو اوبو څخه وتښتېده او عربي سمندرګي ته ورسېده، خو هلته د سمندري ځواکونو له خوا کشف او ونیول شوه.

له بلې خوا د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران د تیلو ټانکر اډوتنټیج سویټ د عمان په خلیج کې په نړیوالو اوبو کې د تیریدو په حال کې نیول شوی دی.



اړوند خبرونه