په پاکستان کې د پولیسو په مرکز کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان په سوات سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د پولیسو په یو مرکز د چاودنې  په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ تنه پولیس وژل شوي او تر ۶۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

1979019
په پاکستان کې د پولیسو په مرکز کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان په سوات سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د پولیسو په یو مرکز د چاودنې  په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ تنه پولیس وژل شوي او تر ۶۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

 پاکستاني رسنیو د پولیسو او روغتیايي چارواکو په حواله خبر ورکړی ، چې چاودنه د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې په ودانۍ کې د مهماتو په ډیپو کې شوې ده.

د پوليسو چارواکو له ځايي سرچينو سره په خبرو کې ويلي، چې د چاودنې له امله د پوليسو پوسته په بشپړه توګه ويجاړه شوې او د لومړنيو معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ١٢ پوليس وژل شوي او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.

په داسې حال کې چې دغه چاودنه په ځايي وخت د شپې د ۸:۲۰ بجو په شاوخوا کې وشوه، په لومړي سر کې د "ځانمرګي برید" په توګه ترینه یادونه کړې وه  خو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشر شوکت عباس انادولو خبري اژانس ته وویل: "زموږ د لومړنیو پلټنو له مخې موږ معلومه کړه چې دا ځانمرګی یا بمي برید نه و.

عباس وويل، چې ښايي پېښه د مهماتو په ډيپو کې د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.

د بله پلوه د یادې شوې ادارې  يو بل چارواکي، خالد سهيل له انادولو خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د ودانۍ دننه ځانمرګی برید لرې احتمال دی.

سهیل وویل، "د اوس لپاره، موږ د دې احتمال هیڅ شواهد نه لرو چې یو ځانمرګی بریدګر د چاودنې ځای ته رسیدلی وي او ځان ته یې چاودنه ورکړې وي."

سهيل زياته کړه، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، د چاودنې له امله ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او د شاوخوا ودانيو ښيښې ماتې شوې دي.

چارواکي وايي، په پېښه کې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

له چاودنې وروسته سيمه ييزو رسنيو د ځينو پوليسو د سرچينو په حواله دغه پېښه ځانمرګى بريد بللى دى.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي، "زموږ ملت د خپلو وژل شویو پولیسو په خاطر په ویر کې دی." هغه ژمنه کړې وه چې "ترهګري به له منځه یوسي،"



اړوند خبرونه