د پاکستان د مذهبي چارو وزیر مولانا عبدالشکور په یوې ټرافیکي پيښه کې ومړ.
د پاکستان د مذهبي چارو وزیر په یوې ټرافیکي پیښه ژوند د لاسه ورکړ
د پاکستان د مذهبي چارو وزیر مولانا عبدالشکور په یوې ټرافیکي پيښه کې ومړ.
د پاکستان مذهبي چارو وزیر مولانا عبدالشکور په پلازمینه اسلام آباد کې په یوې ټرافیکي پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اسلام آباد پولیسو ویلي دي چې د مذهبي چارو زیر مولانا عبدالشکور موټر چې د میریت د سیمې نه د سکرتریت چوک پر لورې روان وو ، یو موټر چې پنځه تنه پکې سپاره ول د مولانا د موټر سره وجنګید.
مولانا د پیښې نه سمدلاسه وروسته روغتون ته انتقال شو چې هغه ژوند د لاسه ورکړی وو.
پولیسو ویلي دي چې نوموړی موټر يي د پنځو تنو سره یو ځای نیولی دی. نوموړي کسان تر څیړونو لاندې دي.
د پاکستان لومړي وزیر د مولانا عبدالشکور پر مړینې ژور خفګان ښودلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ، زما د دوست ، همکار او د کابینې د مهم غړي مفتي عبدالشکور صاحب د مرګ ناڅاپي خبر ډیر ودردولم. هغه یو ډیر نیک عالم ، متفکر سیاستدان او ډیر ښه انسان وو. د الله د دربار څخه مرحوم ته د مغفرت او کورنۍ ته يي د صبر جمیل غوښتنه کوم.