ایران د غږ نه  ۸  برابره ګړندي "هایپرسونیک بالستیک توغندي" د جوړولو نه خبر ورکړی دی.

ایران هایپرسونیک بالستیک توغندی جوړ کړ

1955782
ایران د غږ نه  ۸  برابره ګړندي "هایپرسونیک بالستیک توغندي" د جوړولو نه خبر ورکړی دی.

 ایران د غږ نه  ۸  برابره ګړندي "هایپرسونیک بالستیک توغندی" د جوړولو نه خبر ورکړی دی.

د ایران د نیمه رسمي فارس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري په پلازمینه تهران کې یوې غونډې ته په خپله وینا  کې وویل ،  هیواد یې داسې هایپرسونیک  بالیسټیک توغندي تولید کړی   چې  د حرکت په حال کې د کښتیو د سمندري واسطو د لمنځه وړو توان لري.

باقري زیاته کړه چې د نوموړي  توغندي ازموينې په برياليتوب سره بشپړې شوې او په پراخه پيمانه  په تولید يي پيل شوی دی.  ايران يو له هغو دريو هېوادونو څخه   شو چې د دغه ډول توغنديو لري‌ او تولیدوي .

باقري وویل  چې د  نوموړي‌ هایپرسونیک بالستیک توغندي سرعت ۸ ماچ (د غږ د سرعت ۸ چنده) او واټن یې ۱۵۰۰ کیلومتره دی.  هغه زیاته کړه چې  د دغه ډول توغندي په درلودلو سره به د هیواد  په شاوخوا بحرونو کې د ۱۰۰۰ کیلومترو په واټن کې یوه امنیتي ساحه رامنځته شي.

باقري پدې اړه چې توغندی څه وخت او چیرته ازمايلی دی معلومات ورنکړل.

د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان برید جنرال امیر علي حاجي زاده هم د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۰مه په یوه بیان کې ویلي‌ وو  چې هېواد یې نوی بالستیک توغندی جوړ کړی دی.

هغه ویلي‌ وو چې هایپرسونیک توغندي چې د غږ له سرعت څخه پنځه چنده ګړندي حرکت کوي، او هوايي دفاعي‌ سیستم يي مخه نشي‌ نیولی..



اړوند خبرونه