ایران چې پرون هم زلزلې لړزولی وو ، نن یو ځل بیا زلزلې ولړزو

د ایران په جنوب لویدیځ فارس ولایت کې د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې په شدت زلزله وشوه.

1949896
ایران چې پرون هم زلزلې لړزولی وو ، نن یو ځل بیا زلزلې ولړزو

د ایران په جنوب لویدیځ فارس ولایت کې د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې په شدت زلزله وشوه.

د ایران د زلزله پېژندنې د ملي مرکز د معلوماتو له مخې، نن سهار په ۴ بجو او ۴۱ دقیقو د فارس په ولایت کې  د ریښتر په کچه د ۵،۵ درجې  په شدت سره زلزله رامنځته شوه. د زلزلې مرکز د فارس ولایت  دورز کلي دی. زلزله له ځمکې څخه ۱۱ کیلومتره لاندې رامنځته شوې ده .

د فارس ولایت د سرې میاشتې رئیس حسین درویشي ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې هیڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د زیانونو د ارزونې څیړنې دوام لري.

دروېشي ویلي چې د زلزلې مرکز ته نږدې سیمه کې د بیړني غبرګون ډلې چمتو دي.

پرون د دورز په کلي کې د ریښتر په کچه د ۵،۲ درجې زلزله شوې وه.

د بله پلوه د  لبنان په جنوبي سیمو کې د ریښتر په کچه د ۴،۳ درجې زلزلې نه خبر ورکړ شوی دی.

د لبنان د جیو فزیک د ملي ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن په ځايي وخت ۸ بجې د صیدا ښار د ریښتر په کچه د ۴ عشاریه ۳ په شدت سره  زلزله رامنځته شوه. د زلزلې مرکز په مدیترانه کې د صیدا ښار ۶۱ کیلومترۍ کې سیمه ده.

د زلزلې ټکانونه د لبنان په جنوب کې په ساحلي ښارونو په تېره بیا صیدا او په فلسطین او اسرائیلو کې احساس شوي دي.

ويل شوي دي چې دغې زلزلې ځاني اومالي زيان نه دى اړولى .


پيوندونه: #لبنان , #زلزله , #ایران

اړوند خبرونه