د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواکونو یو قومندان په تهران کې ووژل شو
د ایران په پلازمینه تهران کې د سپاه پاسداران انقلابي ځواکونو یو قومندان د خپل کور مخې ته د وسله وال برید په پایله کې ووژل شو.
1927816
د ایران په پلازمینه تهران کې د سپاه پاسداران انقلابي ځواکونو یو قومندان د خپل کور مخې ته د وسله وال برید په پایله کې ووژل شو.
د ایران نیمه رسمي فارس خبري اژانس ویلي، د قاسم فتح الله په نوم یو افسر چې د تهران په محمد رسول الله قول اردو کې یې دنده ترسره کوله، د وسله والو له خوا د خپل کور په مخکې وژل شوی دی.
په فتح الله د پلازمېنې په جنوب کې د خپل کور مخې ته په ترسره شوي برید کې ۴ مرمۍ ولګېدې، خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په خبر کې ددې برید نه د یو "ترهګریز برید" په توګه یادونه شوې او ، ویل شوي چې فتح الله هم د سپاه پاسدار انقلابي ځواکونو پورې اړوند د بسیج ملیشو قوماندان و.
د بله پلوه د تهران د پولیسو د اطلاعاتو د مرکز مشر ډګروال علي صباحي اعلان وکړ چې د برید په اړه څیړنې دوام لري.