د ایران پارلمان د شانګهای د همکارۍ سازمان کې د ایران د بشپړ غړیتوب مسوده تصویب کړه .
ایران د شانګهای سازمان پوره غړی شو
د ایران پارلمان د شانګهای د همکارۍ سازمان کې د ایران د بشپړ غړیتوب مسوده تصویب کړه .
د ايران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ايران د پارلمان په علني غونډه کې په شانګهای سازمان کې د دغه هېواد د ګډون په اړه د طرحې پر مهمو موضوعاتو او جزئياتو خبرې وشوې او رايه يې ورکړه.
د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران د ونډې په اړه د مسودې په اړه په رای اچونه کې ۲۳۷ استازو ګډون درلود چې ددوې له جمع نه د ۲۰۳ موافقو، ۳ مخالفو او ۴ غیر ممتنع رایو سره تصویب شوه.
د دغه مسودې له مخې، د ایران حکومت له سیمه ییزو سازمانونو سره د اقتصادي، کلتوري، امنیتي او سیاسي تعاملاتو او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان د تاسیس د ورځې نه تر ننه پورې د منلو ۴۹ سندونو د لاسلیکولو لپاره واک ورکړ.
د ایران د بشپړ غړیتوب بهیر چې په ۲۰۰۵ کال کې د شانګهای سازمان د څارونکي غړي په توګه شامل شو، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې پیل شو.
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان اعلان وکړ چې د سپتمبر په څوارلسمه نېټه يې د اوزبیکستان په سمرقند ښار کې د دغه سازمان له سرمنشي جانګ مينګ سره په شانګهای سازمان کې د ايران د بشپړ غړيتوب سند لاسليک کړ.
د شانګهای سازمان چې تورکیه په کې د «ډیالوګ شریک» ده، لومړی ځل په ۱۹۹۶ کال کې د «شانګهای پنځه» تر نامه لاندې ، د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان ترمنځه د چین په شانګهای ښار کې په سرحدي سیمو کې د پوځي باور د ژورولو د تړون د لاسلیک سره تاسیس شو.
په ۲۰۰۱ کال کې د ازبکستان په ګډون سره د شانګهای پنځه نوم په «شانګهای همکارۍ سازمان» بدل شو. پاکستان او هند وروسته د دې سازمان د بشپړ غړي په توګه ومنل شول.