د ایران د ولسمشر مرستیال : د ټولپوښتنې له لارې د رژیم بدلون ممکن ندی

د ایران مرستیال ولسمشر محمد حسیني ویلي، په خپل هېواد کې د ټولپوښتنې له لارې د رژیم بدلون ممکن نه دی.

1903914
د ایران د ولسمشر مرستیال : د ټولپوښتنې له لارې د رژیم بدلون ممکن ندی

د ایران مرستیال ولسمشر محمد حسیني ویلي، په خپل هېواد کې د ټولپوښتنې له لارې د رژیم بدلون ممکن نه دی.

د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې حسینی پرون د تهران په تربیت مدریس پوهنتون کې د اسلامی جمهوریت، ازادۍ او د مظاهرې  حق په کانفرانس کې په هېواد کې د وروستیو پرمختګونو په اړه  ارزونې وکړې.

د حسیني د وینا په پیل کې د محصلینو یوې ډلې د «آزادۍ» په شعارونو سره له تالار څخه ووتل.

حسیني ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې  په ایران کې له تیرو څه باندې ۵۰  ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي، او حکومت دا مظاهرې زغملی دی. حسیني یادونه وکړه چې د «اسلامي جمهوریت» اداري نظام د خلکو په رایو سره منل شوی دی. هغه وویل چې

"په اساسي قانون کې د ریفرنډم وړاندوینه شوې ده. خو دا د ځینو ثانوي مسلو لپاره ممکنه ده، نه د حکومت د بڼې لپاره."

حسیني د ځینو محصلینو د  هغه شعارونو په غبرګون کې چې ویل يي «زموږ دښمن دلته دی، دوی دروغ وایي  چې زمونږ دښمن امریکا دی»، د امریکا حکومت د مظاهره چیانو ملاتړ کوي.  هغه وویل چې د واشنګټن اداره په ډیره ښکاره توګه  هغو ډلو تر شا ولاړه ده چې د ایران د رژیم د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي.

د ویلو ده چې  د زاهدان ښار یوه سني عالم او د جمعې امام مولوي عبدالحمید اسماعیلزي تېره اوونۍ په خپله خطبه کې د تهران پر ادارې نیوکې وکړې او په هېواد کې یې د ستونزو د حل لپاره د بېړنۍ ټولپوښتنې غوښتنه وکړه.

د ایران د اساسي قانون د ۵۹ مادې له مخې د مهمو سیاسي، ټولنیزو او کلتوري مسلو په اړه ټولپوښتنه ترسره کیدی شي.



اړوند خبرونه