په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې دوام لري
د ایران په پلازمینه تهران کې د مهسا امیني د وژل کیدو په اعتراض کې د پوهنتون د محصلینو په لاریون پولیسو سخته مداخله وکړه.
د ایران په پلازمینه تهران کې د مهسا امیني د وژل کیدو په اعتراض کې د پوهنتون د محصلینو په لاریون پولیسو سخته مداخله وکړه.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د پلازمېنې تهران په یوه مشهور پوهنتون صنعي شریف کې سلګونو محصلینو مظاهره وکړه او د خپلو هغو ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه، چې په وروستیو پېښو کې نیول شوي دي.
وروسته له هغه چې مظاهره چیانو د رژیم پر ضد شعارونه ورکول، امنیتي ځواکونو پوهنتون ته څیرمه په خلکو او مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراول.
د تهران خلک چې غواړي د محصلینو له اعتراض څخه ملاتړ وکړي، د آزادۍ په کوڅه کې د کاروان په جوړولو سره له خپلو موټرو سره پوهنتون ته ځي، محصلینو سره یو ځای په سړکونو مظاهرو کې ګډون کوي. پولیسو د اوښکي بهونکي ګاز سره په خلکو او محصلینو مداخله وکړه.
د ویلو ده چې په لسګونو تنه محصلین د پولیسو لخوا نیول شوي دي. په سیمه کې وضعیت یو اندازه تر کنټرول لاندې راغلی دی. محصلین د پوهنتون له احاطې څخه ایستل شوي او د صنعتې شریف پوهنتون درسونه د یو څه مودې لپاره ځنډول شوي دي.
دغه مظاهرې چې د مهسا اميني له وژل کيدو وروسته په ټول هېواد کې پيل شوې وې پرون يي هم دوام وکړ.
مظاهرو د پوهنتونونو د پرانیستو سره سم زور اخیستی. تیره ورځ په تهران او یو زیات شمیر نورو ښارونو کې سختې مظاهرې وشوې.
د تهران ښار په شریعتي کوڅه کې راټول شوي لاریون کوونکي د حکومت ضد شعارونه ورکولو سره لاره یې د څه مودې لپاره تړلې وه.
د کرمانشاه، تهران، مشهد، تبریز، مازندران، کردستان، اصفهان، سینندیک، شیراز او د هیواد په یوشمیر پوهنتونونو کې مظاهرې وشوې او د دغه هیواد په یوشمیر سیمو کې د حکومت ضد لاریونونه وشول.
د ويلو ده چې د پلازمېنې تهران په شريف پوهنتون کې د مظاهره چيانو او پولیسو تر منځ نښته شوې ده.
ویل شوي، چې په پوهنتون کې ګڼ شمېر مظاهره کوونکي نیول شوي او ښايي د ټپیانو شمېر هم وي.
په پوهنتونونو او کوڅو کې د فعاليتونو تر څنګ يو شمېر ايرانيانو هم ماښام مهال د خپلو کورونو له کړکيو څخه د شعارونو په ورکولو سره د لاريونونو ملاتړ کوي.
پداسې حال کې چې پیښې په ډیری ښارونو کې دوام درلود، امنیتي ځواکونو د قضايي ارګانونو په امر د لاریون کونکو په وړاندې د توقیف او نیولو لړۍ پیل کړې ده. امنیتي ځواکونو نوموړي کسان "عامه خوندیتوب په خطر کې اچولو " په تور تورن کړي دي.
د ویلو ده چې ایراني ځواکونو تر اوسه پورې د محصلینو، مشهورو څيرو او ژورنالیستانو په ګډون شاوخوا دوه زره کسان نیولي دي.
د ویلو ده چې د سپټمبر په ۱۳ مه نيټه په تهران کې د اخلاقو د پولیسو په توګه مشهورو د ارشاد د ګزمې ځواکونو لخوا د مهسا امنيي چې ناروغه هم وه د نیولو نه وروسته هغې په روغتون کې ساه ورکړه چې په ټول هیواد کې سخت غبرګونونه وپارول.
مظاهرې چې د سپټمبر په ۱۷ مه د هغه په پلرني ټاټوبي ساکیز کې د امنیي له جنازې وروسته پیل شوې، ګڼو ښارونو ته وغځېدې.
د ایران دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې په مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.