ایران پر سلمان رشدي په برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړل.

ایران د شیطاني آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي باندې په برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړل.

1867986
ایران پر سلمان رشدي په برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړل.

ایران د شیطاني آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي باندې په برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړل.

ایران ویلي  له هغه کس سره چې پر لیکوال سلمان رشدي یې برید کړی، هیڅډول تړاو نلري.

ایران د لومړي ځل لپاره د شیطاني آیات د کتاب هند تباره انګلیس لیکوال سلمان رشدي باندې د برید په اړه څرګندونې وکړې.

د  ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ،

"ایران ددې برید سره هیڅډول کوم تړاو نلري. هیڅوک حق نه لري چې د ایران پر اسلامي جمهوریت بې بڼسټه تورونه ولګوي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې رشدي له برید وروسته روغتون ته وړل شوی او روغتیا وضعیت یې ښه ده.

د یادولو وړ ده چې سلمان رشدي د شیطاني آیات کتاب د لیکولو سره په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو سخت غبرګونونه وپارول. هغه د ۱۹۸۸ کال د سپټمبر په ۲۶ مه نيټه دا کتاب چاپ او نشر کړ.

سلمان رشدي ددې کتاب د چاپولو نه وروسته تر ۲۰۰۸ کاله پورې په انګلستان کې په ډیره پټه توګه ژوند کولو. همداشان په ۲۰۰۸ کال کې هغه د امریکا نیویارک ښار لاړ او هلته میشت شو.

پر سلمان رشدي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۲ مه نيټه د جمعې پر ورځ د امریکا په نیویارک ښار کې  د یو کنفرانس پر مهال د هادي مطر په نامه د یو ۲۴ کلن ځوان لخوا د چاقو سره برید وشو.

ددې برید نه وروسته د ټولو سترګې د ایران پر لورې اوښتې وې. ځکه د رشدي لخوا د شیطاني آیات د کتاب د چاپ او نشرولو نه وروسته د ایران دیني رهبر روح الله خمیني د هغه د وژلو فتوا ورکړې وه او ویلي وو چې سلمان رشدي واجب القتل دی.



اړوند خبرونه