په تهران کې چاودنې لږ تر لږه ۸ تنه وژلي دي
د ایران په پلازمینه تهران کې په یوه کافې کې د زوکړې د لمانځنې پر مهال د هلیوم ګاز د چاودنې له امله د ۴ ماشومانو او ۳ ښځو په ګډون ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران په پلازمینه تهران کې په یوه کافې کې د زوکړې د لمانځنې پر مهال د هلیوم ګاز د چاودنې له امله د ۴ ماشومانو او ۳ ښځو په ګډون ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
چاودنه د ایران د پلازمېنې تهران د اندېشا ولسوالۍ په یوه کافې کې د زوکړې د لمانځنې پر مهال رامنځته شوې ده.
په چاودنه کې د ۴ ماشومانو او ۳ ښځو په ګډون ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران د بیړنیو خدماتو ویاند مجتبی خالدي وویل: "موږ ته خبر راکړل شو چې په یوه کافي خونه کې د شپې په اتو بجو چاودنه شوې، موږ په چټکۍ سره د اور وژونکي او امبولانسونه د پیښې ځای ته واستول.
ګمان کیږي چې چاودنه د هلیوم ګاز له امله رامنځته شوې وي چې د هوايي بالونونو د تودوخې لپاره کارول کیږي.
هغه وويل، په دې پېښه کې درې ماشومان، درې ښځې او يو سړى د پېښې په ځاى کې ژوند د لاسه ورکړی او يو درې کلن ماشوم په روغتون کې ساه ورکړې ده.