د ایران د خوزستان په ولایت کې د چپه شوې ودانۍ د قربانیانو شمیر ۲۲ تنو ته لوړ شو
د ايران په سویل لوېديځ کې د خوزستان ولايت د ابدان په ښار کې د مې په ٢٣مه نېټه د يوې لس پوړيزې ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ٢٢ تنو ته ورسېد
د ايران په سویل لوېديځ کې د خوزستان ولايت د ابدان په ښار کې د مې په ٢٣مه نېټه د يوې لس پوړيزې ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ٢٢ تنو ته ورسېد او ٤٨ تنه يې له خاورو لاندې ژوندي ژغورل شوي.
د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د ابدان والي احسان عباسپور اعلان وکړ چې په دغه ښار کې د یوه لس پوړیز سوداګریز مرکز د نړېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی. د ویلو ده چې پدې پیښه کې ددې لس پوړیزه سوداګریز مرکز خاوند هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
عباسپور وايي پدې پیښه کې ۳۷ تنه ټپیان شوي دي.
د خوزستان د سرې میاشتې ادارې مشر وحید شهراني ویلي چې تر اوسه ۴۸ کسان له خاورو لاندې نه ژوندي را ایستل شوي او د لټون او ژغورنې هڅې لا هم په شدت سره روانې دي.
د خوزستان ولایت په ابدان ښار کې یو لس پوړیز سوداګریز مرکز چې تر کار لاندې وو، د می په ۲۳ مه د ماسپښین پر مهال د نامعلوم لامل له امله چپه شو.
له پېښې وروسته د پیل شویو څېړنو په ترڅ کې اعلان شوی چې د ابدان ښاروال حسین حمیدپور او پخوانیو دوو ښاروالانو په ګډون ۱۱ کسان نیول شوي دي.