په پاکستان کې ټرافیکي پیښې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان د حیدر آباد په سیمه کې په ټرافیکي پیښه کې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی
1825439
د پاکستان د حیدر آباد ایالت د جامشورو په ولسوالۍ کې د سیند پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي موټر او یوې لارۍ د جنګیدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه مساپروړونکی موټر له دادو څخه حیدراباد ته روان و چې د جامشورو په سیمه کې ټکر وکړ.
ټپیان او مړي د جامشورو اړوند مانجهند روغتون ته انتقال شوي دي.
د ویلو ده چې په پاکستان کې دا ډول مرګوني ټرافیکي پیښې وخت نا وخته رامنځته کیږي. په ډیری سیمو کې ټرافیکي قوانین نه مراعات کیږي او د لویو لارو وضعیت هم ښه ندی. په ډیری کلیوله سیمو کې سړکونه وضعیت ډیر خراب دی.