په ایران کې په یوې زنځیري ټرافیکي پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ایران د اهواز په سیمه کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
1759966
د ایران د اهواز په سیمه کې زنځیري ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ایران د ژغورنې د ادارې ویاند ویلي دي چې نن دوشنبه د جنوري لسمه نیټه د اهواز ولایت د محور بهبهان په سیمه کې زنځیري ټرافیکي پيښه رامنځته شوه.
هغه ویلي دي چې په یو کتار کې ۹ موټرو او په مقابل کتار کې نږدې ۵۰ موټرې د یو بل سره جنګیدلي دي چې په نتیجه کې ۴ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
همداشان پدې سیمه کې درې موټرو اور اخیستی دی.
ویاند ویلي دي چې د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د نوموړې پیښې لامل معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.