په کراچۍ کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۱۷ تنو ته لوړه شوه
د پاکستان د شیرشاه په سیمه کې چاودنې ګنشمیر ځاني زیانونه اړولي دي
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۱۷ تنو ته لوړه شوه.
د ویلو ده چې نن خالي د دسمبر ۱۸ مه نیټه د کراچۍ ښار د شیرشاه په سیمه کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې د نجي بانک ودانۍ په کامله توګه ونړیده.
د پيښې په ځای کې د ژغورنې ډلو د دوو تنو نورو مړي هم وموندل چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۷ تنو ته لوړه شوه.
د پيښې په سیمه کې د پلټنې چارې دوام لري. د کراچۍ ښار پولیسو ویلي دي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دا چاودنه د ګازو د نللیکې د لیکیدو په نتیجه کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي چاودنه دومره زوروره وه چې د یو بانک مکمله ودانۍ يي نړولې ده .
پولیسو ویلي دي چې ددې پيښې د څیړونو په خاطر يي یوه ځانګړې تحقیقاتي ډله په دنده ګمارلې ده.
پولیسو ویلي دي چې په سیمه کې د راټولو شوو شواهد او د تحقیقاتو په نتیجه کې معلومه شوې ده چې چاودنه د ګازو د نللیکې د لیکیدو په نتیجه کې رامنځته شوې ده .