ابراهیم رئیسي‌ د ایران د نوي‌ ولسمشر په توګه وټاکل شو

د ایران نوی ولسمشر وټاکل شو

1661030
ابراهیم رئیسي‌ د ایران د نوي‌ ولسمشر په توګه وټاکل شو

ابراهیم رئیسي  د ایران د نوي‌ ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ رسمي‌ پایلې اعلان شوې. د اعلان شوو پآیلو له مخې د ولسمشرۍ د نوماندانو په منځ کې ابراهیم رئیسي د ۲۸ میلیونه او ۶۰۰ کارول شوو رایو نه د ۱۷ میلیونه او ۸۰۰ زره رایو په ترلاسه کولو سره د نوي‌ ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د ویلو ده چې پدې ټاکنو کې  د ولسمشرۍ نوماندانو هر یو د  اصلاح غوښتونکو استازي او د مرکزي‌ بانک پخواني‌ رئیس عبدالناصر همتي‌ ، د محافظه کارو د نوماندانو نه د سپاه پاسداران د پوځ عمومي‌ قومندان  محسن رضايي او د پارلمان وکیل امیر حسین قاضي‌ زاده هاشمي  ابراهیم رئیسي‌ ته د بري‌ له امله مبارکي‌ وویله.

همداشان د ایران ولسمشر حسن روحاني‌ هم د ایران خلکو ته په خطاب کې په خپله وینا کې وویل چې زمونږ راتلوونکی ولسمشر ټاکل شوی دی او انشاالله چې ۴۵ ورځې وروسته به په رسمي‌ توګه په خپلې دندې پيل وکړي.



اړوند خبرونه