روحاني : د ایران مقامت به امریکا په ګونډو کړي
روحاني : امریکا مجبور دی چې د ایران سره تهداتو ته راستون شي
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د امریکا متحده ایالتونو نوی ولسمشر جو بایدن په مشرۍ حکومت به د ایران سره لاسلیک کړي تړون ته راستنیدو ته مجبور شي او د هغوې لخوا لګول شوي ټول تحریمونه به ناکام شي .
روحاني دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د بعضو پروژو د پرانیستو په مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. هغه دلته په خپله وینا کې د امریکا لخوا پر ایران د لګولو شوو تحریمونو په اړه ارزونې وکړې.
روحاني وویل چې د امریکا د تحریمونو د اغیزو د لمنځه وړو په خاطر هر سړی د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي. د ایران دا کلک مقامت به د امریکا حکومت غاړې ایښودو ته مجبور کړي. پدې خبره کې هیڅ شک نلرو. امریکا به د ایران سره کړو تهداتو راستنیدو ته مجبور شي او ټول تحریمونه به يي ناکام شي.
هغه وویل چې د امریکا حکومت باید پدې برخه کې هیڅ وخت ضایع نکړي . حکومت یو ساعت وخت ضایع کولو اجازه نلري.