پاکستان د امریکا لخوا پر ترکیې د یو پلوه تحریمونو د لګولو په اړه غبرګون وښود.
پاکستان: د ترکیې نه ملاتړ کولو ته دوام ورکوو
1547035
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د پاکستان په توګه په هر هیواد چې وي یو پلوو فشارونو او تحریمونو لګولو سره سخت مخالف یو.
پاکستان په سیمه او نړۍ کې د سولې او استقرار په ټینګښت کې د ترکیې حیاتي او رغنده رول تقدیروي او ستاینه يي کوي او امریکا لخوا پر ترکیې د یو پلوه تحریمونو د لګولو په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي.
په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان ملت او حکومت د ترکیې د ملت او حکومت نه د ملي امنیت، سولې ، ثبات او هوساینې په برخه کې د هلو ځلو نه قوي ملاتړ کوي او اسلام آباد د تل په څیر دې ګډو هدفونو ته د رسیدو په خاطر تل د ترکیې د ملت او حکومت ترڅنګ ولاړ دی او دریدو ته دوام ورکوي.