په پاکستان کې د تیرو دریو ورځو راهیسې د روانو بارانونو له کبله د مړو شمیره ۵۷ تنو ته لوړه شوه.
پاکستان کې شدیدو بارانونو په نتیجه کې د مړو شمیرو ۵۷ تنو ته ورسیده
د پاکستان د ناورین ملي ادارې د معلوماتو له مخې پدې هیواد کې د روانو زورورو اورښتونو له امله د راوتلو سیلاونو له کبله د هیواد په شمال ختیځ کې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې ۱۹ تنو، په سند ایالت کې ۱۲ ، د پنجاب په ایالت کې ۸ تنو ، د ګلګیت بلتستان په سیمه کې لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د هیواد په بلوچستان په ایالت کې هم د زورور سیلاونو په نتیجه کې د راوتلو له امله ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په سند او بلوچستان په ایالتونو کې د زورورو بارانونو د اورښت په نتیجه کې یو زیات شمیر کورونه نړیدلي او زیان يي لیدلی دی.
د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې د اټکلونو له مخې تمه کیږي چې په روانه اونۍ کې پدې هیواد کې بارانونه دوام وکړي.
د ویلو ده چې هر کال د جون او سپټمبر د میاشتو ترمنځه په سویلي اسیا هیوادونو کې د موسمي بارانونو له کبله ستر زیانونه رامنځته کیږي.