د ایران دیني رهبر ایت علي‌ خامنه يي یو ځل بیا امریکا ته سخت ګواښونه وکړل.

خامنه يي : د امریکا لخوا په سلیماني‌ برید به هیڅکله هیر نکړو

1459359
د ایران دیني رهبر ایت علي‌ خامنه يي یو ځل بیا امریکا ته سخت ګواښونه وکړل.

 

هغه وویل چې په سلیماني‌ د امریکا د برید ځواب به مخامخ ورکوي. هغه وویل چې سلیماني‌ هیر کړی ندی او نه به يي کله هم هیر کړي.

هغه وویل چې ایران به هیڅوخت پر سلیماني برید هیر نکړي او خامخا به امریکا ته ددې برید ډیر سخت ځواب ورکړي.

خامنه يي دا څرګندونې د عراق د لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظیمي سره د لیدنې نه وروسته وکړې.

هغه وویل چې ایران هیڅوک د عراق په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅه نکړې یواځې غواړي چې عراقي‌ چارواکي‌ د امریکا اصلي‌ څیره وویني.

د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظیمي خپل لومړی بهرنی سفرایران ته وکړ. هغه د عراق د ولسمشر حسن روحاني‌ او وروسته د خامنه يي سره ولیدل.

خامنه يي پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ایران د یو قوي، خپلواکه او په هره برخه کې په خپو لاړ یو عراق نه ملاتړ کوي.

ایران د عراق مځکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی لري.

امریکا بیا زمونږ د هر پلو نه دښمن دی. هغه وویل چې امریکا لپاره دا مهمه نده څوک لومړی وزیر دی. امریکا د صدام حسین د حکومت د پرزولو نه وروسته په عراق کې  د پاول برامر حکومت د جوړولو هڅه کوله.

هغه وویل چې ایران د عراق او امریکا ترمنځه په اړیکو کې مداخله نکوي خو یواځې غواړي چې عراق ورورنه د امریکا اصلي څیره وپيژني.ځکه چې امریکا خپه چې هر چیرې ورسیږي‌ هلته فساد، ظلم او هر ډول بد کارونه شروع کیږي.

هغه وویل چې ایران د امریکا لخوا پر سلیماني‌ برید به هیڅکله هیر نکړي او خامخا به ددې برید غچ واخلي.



اړوند خبرونه