په ایران کې ۲۵ میلیونه تنه په کرونا ویروس اخته شوي : روحاني
روحاني : په ایران کې د ۳۰ نه تر ۳۵ میلیونو تنو پورې د کرونا په ویروس د اخته کیدو د ګواښ سره مخامخ دي
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې په ایران کې تر اوسه پورې ۲۵ میلیونه تنه په کرونا ویروس اخته شوي او د ۳۰ نه تر ۳۵ میلیونو تنو نورو پورې د اخته کیدو د ګواښ سره مخامخ دي.
د ایران ولسمشر روحاني دا څرګندونې نن خالي د جولای ۱۸ مه نیټه د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په غونډه کې وکړې. هغه وویل چې د روغتیا د وزارت نه يي د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې ګمان کیږي چې په تیرو ۱۵۰ ورځو کې په ایران کې ۲۵ تنه وګړي د کرونا په ویروس اخته شوي دي او څه باندې ۲۰۰ زره تنه ددې ناروغۍ له امله په روغتونونو کې بستر دي. همداشان هغه وویل چې نږدې ۱۴۰۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او د ۳۰ نه تر ۳۵ میلیونو تنو نورو پورې پدې ویروس د اخته کیدو د ګواښ سره مخامخ دي.
هغه وویل چې په ایران کې د کرونا ویروس د قم او ګیلان ښارونو نه نورو ښارونو ته په چټکۍ سره خپور شو. همداشان د قم ښار ته دا ویروس د هغه مسافرانو لخوا چې د چین د ووهان ښار ته راستانه شوي وو د ځان سره راوړی وو. دا چې دا ښار یو اقتصادي ښار دی د همدې امله ترینه په چټکه توګه نورو سیمو ته وغځید. همداشان ګیلان ښار چې د زده کوونکو او تفریحي ښار دی د زده کوونکو او ګرځندویانو د تګ راتګ سره دا ناروغۍ په چټکه توګه نورو ښارونو ته خپره کړه.
هغه وویل چې د کرونا ویروس لومړی پړاو سرته ورسید او دویم پړاو يي پيل شوی دی چې دویم پړاو د ایران د خلکو د رسم او رواجونو نه سرچینه اخلي. خلکو پدې حساس وخت کې ودونو، میلمستیاګانو، د وړي رخصتیو او ټولنیزو روابطو کې ټولنیز واټن او روغتیايي تدابیر ندي مراعات کړي.