روحاني‌ د هیواد هغه پانګه وال چې بهر کې ګټوونکي‌ بهرني‌ اسعار هیواد ته نه راوړي‌ وګواښل

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل هغه سوداګر چې په بهر کې ګټوونکي بهرني‌ اسعار هیواد ته راداخل نکړي‌ جزا به ورته ورکړي.

1452137
روحاني‌ د هیواد هغه پانګه وال چې بهر کې ګټوونکي‌ بهرني‌ اسعار هیواد ته  نه راوړي‌ وګواښل

 

روحاني‌ دا څرګندونې د دولتي‌ تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې د امریکا متحده ایالتونو د اقتصادي ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې  زمونږ په اند قومندانان یعنې سوداګر او بهرني صادرونکو ځينو  د هیواد نه بهر د صادراتو نه ترلاسه کړي ۲۰ میلیارده ایرو  هیواد ته ندي‌ راوړي. دا کسان به تثبت او په جزا به محکوم شي.

روحاني‌ وویل چې مونږ پدې ښه پوهیږو چې امریکا متحده ایالتونو په ایران د لګولو اقتصادي تحریمونو سره د ایران د اړتیا وړ بهرني اسعار هیواد ته د راداخلو پر وړاندې خنډونه جوړوي. خو ایران په کال کې د تیلو نه پرته د ۴۱ میلیاردو ډالرو د صادراتو پوتانیشیل  خاوند دی. ایران کولی شي چې خپل د بهرنیو اسعارو اړتیا د همدې پيسو نه پوره کړي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو ورځو کې د ایران ملي‌ کرنسي د هرې ورځې په تیریدو سره د ډالرو په مقابل کې خپل ارزښت د لاسه ورکوي‌ چې دې مسئلې په ولسمشر روحاني‌ نیوکې ډیرې کړي‌ دي. په هیواد کې ډیری صادرونکي‌ شرکتونه یا د دولت دي‌ او یا هم د دولت سره اړیکه لري. د همدې امله هغه شرکتونه چې هیواد ته بهرني‌ اسعار رانوړي روحاني‌ پرته هیڅډول فشار نشي راوستی.

خو روحاني‌ پدې وروستیو ورځو کې د سختو نیوکو له امله ددې شرکتونو په ګواښلو لاس پورې کړی دی.


پيوندونه: #روحاني , #ایران

اړوند خبرونه