روحاني : د روان کال د اکتوبر په میاشت کې په ایران لګیدلي د وسلو بندیزونه لرې کیږي
روحاني : نړۍ باید د ایران په اړه د امریکا فریبکارانه سیاستونه وویني
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا پر ایران لګول شوي د وسلو نړۍوالو تحریم پایته رسیږی او دا د اټومي تړون یوه ښه لاسته راوړنه ده.
روحاني دا څرګندونې په پلازمینه تهران کې د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته وکړې. همداشان دلته د ملګروملتونو سازمان د امنیت په شورا او اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان په غړیو هیوادونو د امریکا متحده ایالتونو د سیاسیتونو سره د مخالفت کولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل چې په ایران د امنیت شورا لخوا لګول شوي د وسلو بندیزونه د روان کال د اکتوبر په میاشت کې پایته رسیږي چې دا د اټومي انرژۍ تر ټولو ښه لاسته راوړنه ده.
هغه وویل تمه لرو چې ټول هیوادونه د امریکا فریب کارانه پلانونه او سیاستونه وویني . هغه وویل چې ستر دولتونه پدې ښه پوهیږي چې د امریکا لخوا زمونږ دې لاسته راوړنو ته سترګو پټولو په صورت کې زمونږ غبرګون به څه ډول وي.
روحاني وویل چې په ایران د لګول شوو بندیزونو لرې کول به د امریکا پر خلاف زمونږ ستر بری وي او دا به د ایران په مقابل کې د ایران لخوا جوړ شوي ټول پلانونه شنډ کړي.
هغه وویل چې پیسو د نړۍوال صندوق نه د ۵ میلیارده ډالرو د پور اخیستو په خاطر يي وړاندیز کړی دی خو امریکا يی پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو هڅه کوي .
هغه وویل چې د پيسو نړۍوال صندوق باید د امریکا فشارونونو ته غاړه کینږدي او د ټولو هیوادونو اړوند خپلو ژمنو ته باید ژمن پاتې شي.