په ایران کې د اوږدې مودې وروسته د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د سلو تنو نه واوښته.
په ایران کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی
1435618
د ایران د روغتیا وزارت لخوا ویلي دي چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله په ۲۴ ساعتونو کې د مړو شمیره درې خانه يي رقم ته لوړه شوه.
د ایران د روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو او مثبتو پیښو شمیره اعلان کړه.
د اعلان شوي رقم له مخې په ایران کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې پدې ډول د مړو شمیره ۸۸۳۷ ته لوړه شوه.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۷۲ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې پدې ډول د مثبتو پيښو شمیره ۱۸۷۴۲۷ ته لوړه شوه.
ویل کیږي په ایران کې تر اوسه پورې ۱۴۸۶۷۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان تداوي او ښه شوي دي. د ایران د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د ناروغانو نه ۲۷۸۱ تنه د بیړني مراقبت لاندې قرار لري.