په پيښور کې چاودنه شوې
د پاکستان په د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې چاودنه شوې ده.
1414746
په پاکستان کې زمونږ همکار ویلي دي چې نن دوشنبه د مې ۱۱ مه نیټته د سهار په ساعتونو کې د پيښور د اشرف روډ په سیمه کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۵ تنه ټپيان شوي دي.
په ټپیانو کې دوه تنه د ټرافیک پولیس دي.
ویل کیږي د چاودنې نه وروسته پولیسو او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې او د پیښې ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.
د سیمې د پولیسو مشر شفقت ملک خبري رسنیو ته ویلي دي چې په سیمه کې د ترسره شوو تحقیقاتو له مخې دا چاودنه د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه شوې ده. چاودنه په یو موټر سایکل کې شوې ده او ګمان کیږي چې پدې چاودنه کې د دوه کیلو چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی وي.
هغه ویلي دي د لومړنیو شواهدو له مخې ددې چاودنې هدف د ټرافیک پولیس ول خو په سیمه کې تحقیقات دوام لري.