د پاکستان حکومت  د انګلستان نه ددې هیواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف  د ډیپورتولو غوښتنه کړې ده .

مسلیم لیګ نواز ګوند : حکومت په زور سره هیواد ته د نواز شریف د راستنولو صلاحیت نلري

1371567
د پاکستان حکومت  د انګلستان نه ددې هیواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف  د ډیپورتولو غوښتنه کړې ده .

 

د ویلو ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د درملنې په موخه انګلستان ته تللی دی.

د پاکستان د ړونتیا مسئول د دولت وزیر شهزاد اکبر په پلازمینه اسلام آباد کې خبري غوندې ته وویل چې  حکومت د انګلستان د حکومت نه د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د ډیپورتولو غوښتنه کړې ده .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم  ددې خبرې پخلی وکړ خو د مسئلې په اړه يي د جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او مسلم لیګ نواز ګوند مرستیال شاهد خاقان عباسي د حکومت  د دې اقدام په خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې  نواز شریف  د محکمې د پریکړې په اساس د تداوۍ په خاطر انګلستان ته تللی دی. د همدې امله  حکومت ددې حق نلري چې هغه په زور سره بیرته هیواد ته راستون کړي. دا یواځې د محکمې صلاحیت دی.

د ویلو ده چې  د پاکستان حکومت  تیره اونۍ  د نواز شریف لپاره  د تداوۍ د مودې د غځولو په اړه د روغتیايی  مرکز غوښتنه رد کړه. روغتیايي مرکز ویلي وو چې د شریف تداوۍ سرته نده رسیدلې او نور وخت ته اړتیا لري.

د ویلو ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شریف په دوو جلا جلا دعواګانو کې په یو کې په ۷ کلونو او په بل کې په لسو کلونو بند محکوم شوی دی.



اړوند خبرونه