روحاني : په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه ناسم تبلیغات د دښمن دسیسه ده
د ایران ولسمشر حسن روحاني په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه د ډارونکو تبلیغاتو نه د دښمن د دسیسې په توګه یادونه وکړه.
روحاني په پلازمینه تهران کې د کرونا ویروس د مخنیوي د ملي مرکز د غونډې نه وروسته د کرونا ویروس په مقابل کې د نیول شوو تدابیرو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې په لومړۍ ورځ روغتونونو ته د مراجعې کچه ډیر لوړه وه خو پدې وروستیو ورځو کې دا رقم ډیر راټیټ شوی دی. همداشان د تداوۍ کچه يي لوړه شوې ده .
هغه وویل چې " ټول ادارات باید د ډیر دقت نه کار واخلي. ځکه چې په هیواد کې ډارونکي تبلیغات او د هر څه رخصتول د دښمن پلان او دسیسه ده. مونږ ټول باید خپل کار او روزګار وکړو."
روحاني ادعا وکړه چې د راتلوونکې خالي ورځ نه په اعتبار سره به هر څه نورمال حالت ته وګرځي.
د ویلو ده چې د ایران د روغتیا وزارت د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۶ او پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۹۵ تنه اعلان کړې ده .
خو دوه ورځې مخکې د ایران په پارلمان کې د قم د ولایت استازي فراهاني بیا د ویروس له امله د وژل شوو کسانو شمیره ۵۰ تنه د پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره تر ۲۵۰ تنو لوړه ښودلې وه. هغه پر حکومت خلکو ته د ناسمو معلوماتو ورکولو تور لګولی وو. خو د ایران د روغتیا وزارت بیا دا ادعا رد کړې وه.