په ایران کې د پارلماني ټاکنو په خاطر د رای ورکولو بهیر پیل شو.
د ټول ایران کې په ۵۵ زره د رای ورکولو په مرکزونو کې د رای اچونې بهیر پیل شو.
د ویلو د چې په ایران کې د پارلماني ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر د ترکیې په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو رسمآ پیل شو.
په ایران کې به ۵۷ میلیونه او ۹۱۸ واجد د شرایطو رای اچونکې به د پارلمان د نوو غړیو د ټاکلو په خاطر خپلې رایې وکاروي.
د رای اچونې بهیر به د مازیګر تر ۵ بجو او ۳۰ دقیقو دام وکړي.
همداشان د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې د ایران د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د رای اچونې د بهیر موده د شپې تر ۱۲ بجو پورې وغځوي.
په ایران کې د ټولټاکنو کې ابتدايي پایلې به د سبا سهار نه په اعتبار سره په اعلانولو پیل وشي.
د ایران د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو لپاره د ۷ زره ۱۴۸ تنو ترمنځه سیالي کیږي. د ویلو ده چې د ایران د پارلماني ټاکنو لپاره ۱۶۰۳۳ تنو ځانونه نوماند کړي وو چې د ۷۱۴۸ تنو نوماندي ومنل شوه او د پاتو کسانو رد شوه.
د ویلو ده چې د ایران د پارلمان د هرې څوکۍ لپاره ۲۴ تنه سیالي کوي.
د ویلو ده چې د ایران د اساسي قانون د ساتونکې شورا لخوا په ځانګړې توګه د اصلاح غوښتونکو د نوماندۍ د ردولو سره ګمان کیږي چې په ټاکنو کې د ګډون کچه ټیټه وي.
د بله پلوه د ایران پلازمینې تهران ته نږدې د قم په ښار کې تیره ورځ د کرونا ویروس له امله د دوو تنو د وژل کیدو او په ۳ تنو نورو کې ددې ویروس د تثبیتدو نه وروسته د نوموړي ښار د روغتیا چارواکیو په خلکو د اړتیا نه پرته د بهر نه راوتو او د راوتو پر مهال د ماسک نه د استفاده کولو غوښتنه کړې ده .
همداشان دا مسئله هم کیدای شي چې په ټولټاکنو منفي اغیزې وکړي.