پاکستان یو لنډ واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.
د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې پوځ د غزنوي په نامه لنډ واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.
1345982
په بیان کې راغلي دي چې دا توغندی په ۲۹۰ کیلومترو کې هدف په بریالیتوب سره له منځه وړولو توان لري.
دا د مځکې نه مځکې ته بالستیک توغندی د شپې او ورځې لخوا د خپل هدف د له منځه وړو توان لري.
د پاکستان لومړي وزیر په بریالیتوب سره د نوموړي توغندي د ازمایښت له کبله پوځ او ددې پروژې اینجینیرانو او کاري ډلې نه مننه وکړه.